له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق(یونیسف) اعلان کړی چې د اسیا پرمختیایي بانک د ۲۷۰میلیونه ډالرو په مالي ملاتړ سره به د افغانستان په ۱۷ولایتونو کې د اړینو روغتیایي خدمتونو د پراختیا او دوام لپاره کار وکړي.
یونیسف ویلي، دا مرسته به له ۱۳۰۰روغتیایي مرکزونو ملاتړ وکړي چې د مور او ماشوم روغتیا، واکسین، تغذیه، رواني ملاتړ، او د ساري ناروغیو درملنې برخې پکې شاملې دي.
د یاد بنسټ په وینا، لا هم د افغانستان د څلورو وګړو له ډلې یو تن داسې روغتیایي مرکز ته لاسرسی نه لري چې له یو ساعت څخه په کم واټن کې وي.
د یونیسف استازي ډاکټر تاجالدین ویلي، د اسیا پرمختیایي بانک مرسته د روغتیایي خدمتونو د دوام ترڅنګ د ښځینه کارکوونکو د روزنې او د یو پایدار روغتیایي سیستم په بنسټیزتیا کې مرسته کوي.
دغه ملاتړ به د ۲۰۲۶ کال تر پایه پورې دوام وکړي، او له دې لارې به د کورنیو لپاره د روغتیایي لګښتونو د جبران په موخه نغدې مرستې هم برابرې شي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په افغانستان کې سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي او د ښځینه ډاکټرانو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده.

