ننګرهار کې څه باندې ۲زره زلزله ځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوی

۲ ساعتونه مخکې

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۲۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوی. دوی وایي، په لومړۍ ورځ ۱۲۰۰ کورنیو ته «۱۲ مېلیونه او ۶۰۰زره» افغانۍ ووېشل شوې.

چهارشنبه د (لړم ۱۴مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته ۱۰زره افغانۍ ورکړل شوې دي. دره نور هغه ولسوالي ده، چې څو میاشتې وړاندې په‌کې خونړۍ زلزلې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ښځینه‌وو ته هم د کورونو د نړېدو له امله مرګ ژوبله واړوله.

له دې هاخوا په کونړ کې بیا وروستۍ زورورې زلزلې تر ۲زرو ډېر کسان مړه او تر ۳نیم زرو ډېر یې ټپیان کړل. دغو زلزله ځپلو کورنیو نیوکه کړې، چې د طالبانو د حکومت په ګډون ورسره مرستندویه سازمانونو او ملګرو ملتونو هغه ډول چې په کار ده لازمې مالي مرستې نه‌دي کړې.

بلخوا ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښوولې وه، چې د دغه طبیعي ناورین د قرباني شویو کورنیو لپاره ورسره لازم مالي امکانات په لاس کې نه‌شته او باید د هېوادونو په ګډون نړۍوالې مرستندویه ادارې ورسره همکاري وکړي. که څه هم ځینو پانګه‌والو او شتمنو هم د کونړ له زلزله‌خپلو کورنیو سره د مرستو ژمنې کړې وې؛ خو د زلزله ځپلو کورنۍ نیوکې کوي، چې لا هم په بشپړه توګه مرستې نه‌دي ور رسېدلې.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم زلزلې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. اندېښنې دا دي، چې د ژمي د سړې هوا په رارسېدو سره دغه اغېزمنې او زیانمنې کورنۍ له سختو جدي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه سرپناوې یې زلزلو کې له‌منځه تللې او په سړه هوا کې تر شنه اسمان لاندې په خیمو کې له کمو امکاناتو سره ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو