تهران کې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو د درناوي مراسم ترسره شوي

۵ ساعتونه مخکې

د ایران په پلازمېنه تهران کې د «قراني ډېپلوماسۍ بنسټ» له لوري د افغانستان د ختیځو ولایتونو د وروستۍ خونړۍ زلزلې د قربانیانو د درناوي او یادونې مراسم ترسره شوي. اېرنا خبري اژانس ویلي، دغه مراسمو کې یوشمېر ایراني چارواکو، فرهنګي ټولنو، دیني‌ عالمانو او افغان کډوالو هم ګډون کړی و.

په راپور کې راغلي، د سې‌شنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په دغه غونډه کې د دواړو ملتونو ترمنځ د انساني پیوستون، متقابل درناوي او د افغان کډوالو د منظم او انساني مدیریت پر اړتیا ټینګار وشو. د ایران د اساسي قانون د څار او فقیه کمېټې غړي ایت الله سید احمد حسیني د وینا پر مهال ویلي، چې د ایران دولت مشر د افغان ملت سره ځانګړې مینه لري او د دواړو ملتونو ترمنځ یې د ورورګلوۍ فضا پیاوړې کړې ده.

یوازې په کونړ کې د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د خونړۍ زلزلې له امله تر ۲زرو ډېر کسان مړه او تر ۳نیم زرو زیات ټپیان شول. همدا راز زرګونه کورونه ونړېدل او لاهم سلګونه کورنۍ د سرپناوو له نشتوالي بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه: «د ایران او افغانستان تاریخي، فرهنګي، ديني او ژبني شریکوالی باید د ګډو همکاریو بنسټ شي او هېچا ته باید اجازه ور نه‌کړل شي چې دغه انساني پیوستون د دسیسو ښکار کړي.» دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې مسلمان ملتونه باید یو موټی شي او له بهرنیو دښمنانو څخه خپله خپلواکي وساتي.

په دې ناسته کې همدا راز د افغان کډوالو د ښه مدیریت او ورسره پر انساني چلند ټینګار شوی. د ایران د قراني ډېپلوماسۍ د بنسټ مشر حامد شاکر نژاد ویلي، چې په خپل هېواد کې د افغان کډوالو په شتون ویاړي.

له بل پلوه ایران بیا د روان کال له پیله تر اوسه تر یو مېلیون ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي او د پولیسو په ګډون یې امنیتي ادارو ورسره ظالمانه چلندونه کړي دي. یو شمېر کډوالو ان شکایتونه کړي، چې په ایران کې یې مالونه لوټ شوي، شکنجه شوي او ان د ښځو له غاړې یې سره زر هم په زور اخیستي دي.

نور خبرونه

رادیو