د طالبانو سفیر: د افغانستان او ایران تر منځ باید د بار وړونکو رېل‌ګاډو تګ راتګ اسانه شي

۱۹ ساعتونه مخکې

په تهران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل محمد حقاني له ایران څخه د «خواف – هرات» ریل پټلۍ د جوړولو له امله مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بار وړونکو ریل ګاډو تګ راتګ باید لا اسان شي.

د ایران د رېل‌پټلۍ ادارې د راپور له مخې، حقاني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ایران د سړک او ښاري پرمختیا وزارت د مرستیال او د رېل‌پټلۍ له عمومي مشر جبارعلي ذاکري سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

طالب سفیر د دواړو هېوادونو د رېل‌پټلۍ ادارو تر منځ د دوامدارو ناستو او د تخنیکي کمیټو د جوړېدو غوښتنه کړې، چې د رېل‌پټلۍ د ودانیزو او تخنیکي چارو خنډونه له منځه یووړل شي.

د ایران د ریل پټلۍ ادارې مشر ذاکري په دې لیدنه کې وویل چې د «خواف–هرات» ریل پټلۍ د درېیمې برخې له فعالېدو سره، د دواړو هېوادونو تر منځ شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره ‌پټلۍ فعاله شوې ده، او د څلورمې برخې بشپړول د طالبانوله خوا په پلان کې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ایران او افغانستان د رېل‌پټلۍ همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره مهمه ده، بلکې دا لاره د چین، افغانستان، ایران او د اروپا د ریلي دهلېز د یوې مهمې برخې په توګه ګڼل کېږي.

ذاکري ویلي: « د مزارشریف – هرات د رېل‌پټلۍ بشپړول او د هغې نښلول له نړیوالو دهلېزونو سره، لکه د چابهار بندر او د چشمه ثریا لارې، کولای شي افغانستان ته ازادو اوبو ته د لاسرسي او د اروپا بازارونو ته د رسېدو فرصتونه برابر کړي.»

په دې ناسته کې دواړو لوریو د خواف – هرات د رېل‌پټلۍ د وروستي وضعیت ارزونه کړې او ټینګار یې کړی چې دا پروژه باید تر مزارشریف پورې په بشپړ ډول فعاله شي.

دواړو خواوو د یوې ګډې تخنیکي او اجرایي کمیټې د جوړېدو پرېکړه هم کړې چې د پریکړو د پلي کېدو، ګډو پروژو د همغږۍ، او دوامدارو تعاملاتو لپاره یو رسمي چوکاټ رامنځته شي.

نور خبرونه

رادیو