د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سپین بولدک برید تایید کړ او وايي، طالبانو د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي مخنیوي په موخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د مذاکراتو په تیره ناسته کې د اوربند د غځیدو او د تیري پر نه کیدو موافقه شوې وه، خو پاکستاني ځواکونو یوځل بیا سپین بولدک کې برید کړی او طالبانو یې پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

