سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په برید کې د حاجي وردګ او سیټ کلیو کې د پاکستان د هاوان مرمۍ لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د برید پر مهال د وېش په سیمه کې د حاجي وردګ او سیټ په کلیو کې پر دوو ملکي کورونو د هاوان مرمۍ لګیدلې دي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلور تنه نور ټپیان دي.
سرچینو ویلي، چې د برید په وخت کې د سپین بولدک د وېش له سیمې څخه د وتلو پرمهال د موټرو په ټکر کې هم لس کسان ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر سپین بولدک برید تایید کړی او وايي، چې په استانبول کې د مذاکراتو د دوام پرمهال پاکستان اوربند مات کړی.
نوموړي ویلي، چې طالبانو د مذاکراتو په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي په موخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
مجاهد ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دې ویلي.

