د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشت ټولنې ویلي، چې ۴۹ ماشومان په جرمني کې تر درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول او ۷۵ تنه نور ماشومان یې د درملنې په موخه یاد هېواد ته ولېږل.
د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې نن د پنجشنبې په ورځ، د لړمه ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد ۴۹ مشومان په اور سخت سوځېدلي وو او ځینو د هډوکو میکروب ناروغي لرله، چې په جرمني کې تر بشپړې درملنې وروسته نن افغانستان ته راستانه شول.
د یادې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور ویلي، چې په جرمني کې د ۴۹ افغان ماشومان له درملنې وروسته یې همهاله ۷۵ نور ناروغ ماشومان جرمني ته د درملنې په موخه ولېږل.
د یادو ماشومانو درملنه د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په همکارۍ شوې ده.
د جرمني د سولي کلي خیریه بنسټ استازي ین یسن جرمني ته د تلونکو ۷۵ نورو افغان ناروغ ماشومان د ښې درملتې ډاډ ورکړی او وايي، د ماشومانو د درملنې په برخه کې به هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړي.
د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په ۱۳۶۸ کال کې د افغان ماشومانو د درملنې هوکړه کړې ده او هر کال په دغه هېواد کې دوه ځله، له یو څخه تر ۱۱ کلونو عمر لرونکو هغو ماشومانو چې په اور سخت سوځېدلي یا د هډوکو میکروبي ناروغي ولري، درملنه کوي.

