اروپايي رسنۍ: جرمني د طالبانو استازو ته ډېپلوماټیک مصونیت ورکړی

۴ ورځې مخکې

«ده یورپین کنزروېټیف» په نوم یوې اروپايي رسنۍ لیکلي، چې جرمني د طالبانو پر وړاندې په پټه خوله خپل دریځ نرم کړی؛ خو په ښکاره لا هم افغان طالبان په رسمیت نه پېژني.

برلین په تېرو میاشتو کې نه‌ یوازې د طالبانو لارښوونې قانوني بللې دي؛ بلکې د دغې ډلې له‌خوا ټاکل شوي استازي یې هم په رسمي ډول د کونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه منلي او هغوی ته یې ډېپلوماټیک مصونیت ورکړی دی.

د اکټوبر په درېیمه نېټه د طالبانو له‌خوا دوه نوي ټاکل شوي ډېپلوماټان د جرمني د بن ښار په افغان کونسلګرۍ کې پر دندو پیل وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د کونسلګرۍ پخوانی مشرتابه د طالبانو له بیعت کولو انکار وکړ او له‌ کابل نه ورته د ستنېدو امر وشو. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو غوښتنه ومنله او د پخواني جمهوري نظام د قونسل موده یې تمدید نه‌کړه.

د ۱۹۶۳ کال د ویانا کنوانسیون له مخې چې د کونسلګرۍ اړیکې تنظیموي، دا دوه نوي ټاکل شوي ډېپلوماټان اوس د کونسلګرۍ له مصونیت نه برخمن دي. یعنې د خپلو رسمي دندو له امله د قضایي څار نه معاف دي او یوازې که جدي جرم ترسره کړي؛ نو کېدای شي قانوني پوښتنې ورڅخه وشي.

د دوی له ډلې یو کس د «قونسل» په توګه رسمي ثبت شوی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې دا د طالبانو د قانوني رسمیت‌ پېژندنې معنا نه‌لري؛ خو په عمل کې دغه کس د کونسلګرۍ بشپړ واک په لاس کې اخیستی دی.

د کونسلګرۍ تر نیولو وروسته، طالبانو د مهمو او حساسو معلوماتو لکه د جلاوطنه افغانانو اسنادو او معلوماتو ته هم لاسرسی موندلی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استدلال کړی، چې د نړۍوالو حقونو له مخې اړ و چې د پخواني استازي د ستنېدو غوښتنه ومني؛ ځکه برلین افغانستان د یوه خپلواک او قانوني دولت په توګه پېژني. خو هم‌مهاله یې ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي.

نور خبرونه

رادیو