د طالبانو تر ادارې لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې په بغلان ولایت کې یې له ګاونډیو هېوادونو نه د بېرته ستنو شویو ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته کړې. یکشنبه د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول ټال ۲۲نیم مېلیونه افغانۍ وېشل شوې چې هرې کورنۍ ته ۱۵زره افغانۍ رسېدلې دي.
د طالبانو یاده اداره وایي، له دې مرستو یې موخه دغو بېرته ستنو شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو برابرول دي. دغه مرستې د بغلان په مرکز پلخمري او ډنډ غوري ولسوالۍ کې وېشل شوې دي. په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو اېستلو یو ځل بیا زور اخیستی، چې په کور دننه یې د بېرته ستنېدونکو پر وړاندې ننګونې هم ډېرې کړې دي.
د روان زېږدیز کال له پیله یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو نږدې شاوخوا ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي او دغه لړۍ یې یو ځل بیا په داسې حال کې چټکه کړې، چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ او اقتصادي ناورین سره مخ دی.
له دې سره، سره په افغانستان کې سیاسي بېثباتي او د مشروع حکومت نشتوالي هم د تازه ستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر ټکنی کړی. ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښوولې، چې تازه بېرته ستنېدونکي کډوال د سرپناوو، روزګار، د نجونو زدهکړو او د ښځو د کار په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
افغانستان کې د یاد سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال په وار، وار اندېښنه څرګنده کړې، چې د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره کافي مالي سرچینې نهلري او د نړۍوالې ټولنې تر څنګ باید مرستندویه سازمانونه هم په دې برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي.
سره له دې چې طالبان د بېرته ستنېدونکو سره د مرستو خبرونه ورکوي؛ خو راپورونه څرګندوي چې دغه ډله له ګاونډیو هېوادونو د اېستل کېدونکو افغانانو د روانې لړۍ په مدیریت کې پاتې راغلې او د بشري مرستو په چمتووالي کې هم بېوسه ده. طالبانو له خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو سره په ناستو کې په وار، وار ترې غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو په برخه کې یې لاسنېوی وکړي.

