په استانبول کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د خبرو اترو درېیم پړاو د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوی. دا خبرې داسې مهال پیلږي، چې په سپین بولدک کې محلي سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو یوځل بیا ډزې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې خبرو کې د طالب پلاوي مشري د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د پاکستان له لوري د دغه هېواد د استخباراتو(ای ایس ای) مشر عاصم ملک پر غاړه لري.
د طالبانو له لوري په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب، انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، د طالبانو د قطر دفتر سرپرست سهیل شاهین او د بهرنیو چارو وزارت د دوهم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي هم ګډون لري.
سرچینې زیاتوي، په دې پړاو کې به دواړه لوري د تېرې ناستې د پرېکړو د پلي کولو څرنګوالي او د پاتې موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. دا موضوعات د پاکستاني طالبانو تحریک( ټي ټي پي) د فعالیتونو او د داعش ډلې له ګواښونو سره تړاو لري.
په تېرو دریو اونیو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ څو پړاوه خبرې اترې وشوې، خو تر اوسه کومه څرګنده پایله نه لري.
اسلاماباد طالبان د «ټي ټي پي» په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او وایي چې دا مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دا هېواد غواړي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ناکامۍ د افغان طالبانو پر غاړه واچوي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لوریو اړیکې د تېرو څو اونیو په اوږدو کې له جدي ترینګلتیا او نښتو سره مخ شوې دي.

