د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې له طالبانو سره د ډیورنډ کرښې په اړه د راولاړې شوي شخړې په اړه یې خپل ټول شواهد او غوښتنې د مذاکراتو منځګړو ته سپارلې دي.
طاهر اندرابي نن د جمعې په ورځ، د لړم ۱۶مه د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې د یاد هېواد مذاکره کوونکی پلاوی په استابول کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستاني پلاوي له خوا منځګړو ته مستند شواهد وړاندې شوي او د مذاکراتو منځګړي زموږ د غوښتنو او شواهدو په اړه له افغان طالبانو سره په خبرو بوخت دي.
نوموړي ویلي:« د پاکستان له خوا وړاندې شوي شواهد د ټي ټي پي او نورو مسایلو په اړه دي. زموږ غوښتنې ډیرې ساده، روښانه، مستندې او پر شواهدو ولاړې دي.»
طاهر اندرابي ویلي چې د مذاکراتو پرمهال منځګړو د پاکستان دریځ په بشپړ ډول تایید کړی او پاکستان یوازې یو غوښتنه لري، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ په موخه د دوی پر ضد ونه کارول شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات د دواړو لوریو د استخباراتو د رییسانو په مشرۍ ترسره کېږي او د یادو مذاکراتو د دوام پرمهال تېره ورځ ناوخته دواړو لوریو یو پر بل په سپین بولدک کې د اوربند د ماتېدو داعاوې هم کړي دي.

