د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دغه انتقالاتو کې صادرات هم شامل دي.
له دې ډلې د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۹۴۰۵) ټنه، د تورغونډۍ له لارې (۱۷۸۶۲) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۳۲۳) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۳۶۲۲۷) ټنه کېږي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دي. د خبرپاڼې له مخې؛ په تېره اوونۍ کې (۳۲۸) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

