امریکا د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو ته ۲۴ میلیونه ډالره برابروي

۱ ساعت مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالات به د تېرې اوونۍ د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو جامایکا، هایټي، باهاماس او کیوبا ته ۲۴ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ورکړي.

دغه وزارت ویلي، د توپان له امله چې د پنځمې کټګورۍ سخت توپان و، پراخ ویجاړۍ رامنځته شوې او لږ تر لږه ۵۰ کسان په ټولې کریبین سیمه کې مړه شوي دي. د وضعیت د ارزونې او مرستو د همغږۍ لپاره د وزارت ځانګړي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ټرمپ ادارې تر اوسه د جامایکا لپاره ۱۲ میلیونه ډالره، د هایټي لپاره ۸،۵میلیونه ډالره او د باهاماس لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته تصویب کړې ده.

د راپور له مخې، د کیوبا لپاره ۳ میلیونه ډالره ځانګړې شوې ده.

نور خبرونه

رادیو