ایران دوه فرانسوي وګړي له بند څخه خوشې کړل

۳ ساعتونه مخکې

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سې‌شنبې په ورځ وویل، ایران هغه دوه فرانسوي وګړي چې درې کاله وړاندې یې نیولي وو، خوشې کړي دي. داسې ښکاري چې دا اقدام د هغه ایراني محصل په بدل کې شوی، چې د اکټوبر په میاشت کې په مشروط ډول خوشې شوی و.

مکرون د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، سېسېل کولر او د هغې ملګری ژاک پاریس چې له ۲۰۲۲کال راهیسې بنديان وو، له ایوین زندان څخه ازاد شوي او په ایران کې د فرانسې په سفارت کې دي.

مکرون د دې اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې هڅه کېږي ترڅو هغوی ژر تر ژره فرانسي ته ستانه شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو هم پر اېکس پاڼې لیکلي، چې کولر او پاریس اوس "په خوندي حالت کې دي" او په ایران کې د فرانسې په سفارت کې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې دغه دواړه فرانسوي وګړي په ضمانت خوشې شوي او تر راتلونکې قضایي مرحلې پورې به د څار لاندې په ایران کې پاتې شي.

کولر او پاریس د هغو لسګونو بهرنیو او دوه تابعیته کسانو له ډلې وو، چې په وروستیو کلونو کې ایران د جاسوسۍ په تور نیولي و. فرانسې ویلي، چې د دوی پر وړاندې تورونه بې‌اساسه دي.

د دوی خوشې کېدل د دواړو هېوادونو تر منځ د کلونو خبرو اترو پایله ده.

د کولر او پاریس د خوشې کېدو چانس وروسته له هغه زیات شو، چې فرانسې د روان کال په لومړیو کې ایرانۍ زده‌کړیاله مهديه اسفندیاري چې په لیون ښار کې اوسېده، د اسراییل ضد پوسټونو له امله ونیوله. هغه د اکټوبر په پای کې په مشروط ډول خوشې شوه.

نور خبرونه

رادیو