د جرمني د فډرالي جنايي پولیسو دفتر ویلي، چې دوی د درغلۍ او د پیسو د سپینولو پر هغو شبکو ګډ نړۍوال عملیات ترسره کړي، چې د جرمني د پیسو لېږد شرکتونه یې هدف ګرځولي او د سلګونو میلیونه یورو زیان یې اړولی دی.
پولیسو ویلي، په دې عملیاتو کې ګڼ کسان نیول شوي او دغه عملیات په جرمني، ایټالیا، کاناډا، لوګزامبورګ، هالنډ، سینګاپور، هسپانیا، امریکا او قبرس کې ترسره شوي دي.
د چارواکو په وینا، دغه کسان د ۱۹۳ هېوادونو د قربانیانو د کریډیټ کارتونو د معلوماتو په کارولو تورن دي.
تمه ده، چې جرمن چارواکي د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د دې عملیاتو په اړه نور جزییات شریک کړي.

