د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې د یوپياېس شرکت یوه الوتکه د محمدعلي له هوايي ډګر څخه له الوتنې وروسته د کنتاکي ایالت په لويېویل ښار کې نسکوره شوې ده.
د فډرالي هوايي چلند ادارې په وینا، د یوپياېس دغې الوتکې له محمدعلي نړۍوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، خو له لنډ وخت وروسته نسکوره شوه.
د لويېویل پولیسو ویلي، څو بېړني او ژغورنیز ټیمونه د الوتکې د سقوط ځای ته چې د فرنولي او ګریډلین سیمو ته نږدې دی، رسیدلي دي.
ویل شوي، چې په دې الوتنه کې درې تنه د الوتکې خدمه موجود وو.

