په هند کې د اورګاډو د تکړ له امله ۸ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي

۶ ساعتونه مخکې

د هند په چتیسکر ایالت کې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډو د ټکر له امله لږ‌تر‌لږه اته کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د پېښې پر مهال بار وړونکی اورګاډی ولاړ و، خو د مساپرو اورګاډي ورسره ټکر وکړ، چې له امله یې د مساپرو د اورګاډي څو لومړنۍ برخې سختې زیانمنې شوې.
د دغه ایالت د لومړي وزیر مرستیال ارون ساو خبریالانو ته ویلي، چې پولیس او ژغورنې ډلې د ژوندیو پاتې کسانو د را اېستلو هڅه کوي.

د رېل‌پټلۍ چارواکو ویلي، چې د پېښې په اړه به هر اړخیزه څېړنه ترسره شي.

د هند د رېل‌پټلۍ شبکه د نړۍ څلورمه ستره شبکه ده او دا مهال د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د بدلون او عصري کېدو تر پروسې لاندې ده، چې پکې نوي رېلي او عصري تمځایونه جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اورګاډو پېښې په دغه هېواد کې نوې خبره نه ده. هند په ۲۰۲۳ کال کې د وروستیو کلونو یوه تر ټولو بده پېښه تجربه کړه، چې درې اورګاډي د اودیشا ایالت په سيویل برخه کې سره ټکر وکړ او ۲۸۸ کسان پکې ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو