د ایران په شلو ولایتونو کې په تېرو ۴۳ ورځو کې یو څاڅکی باران هم نه دی شوی

۲ ساعتونه مخکې

د اوبو د سرچینو د مدیریت شرکت یو تازه راپور ښيي، چې د مني له پیل راهیسې تر اوسه پورې د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۰ ولایتونو کې یې «یو څاڅکی باران» هم نه دی شوی. دا وضعیت په تېرو شپېتو کلونو کې بې‌ساری ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د اوبو د سرچینو مدیریت وایي چې په ایران کې د مني د دې پراخې وچکالۍ پېښه بې‌ساره ده. په ایران کې د تلې له لومړۍ نېټې څخه د لړم تر ۱۳مې پورې یعنې په ۴۳ ورځو کې د باران اندازه یوازې ۳.۴ میلی‌مترو ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په ورته موده کې د باران اندازه ۱۴.۸ میلی‌مترو ته رسېدلې وه.
د راپور له مخې، په ایران کې په دې موده کې د باران اندازه ۷۷ سلنې ته را کمه شوې ده.
په هغو ۲۰ ولایتونو کې چې په دې ۴۳ ورځو کې باران نه دی شوی، تهران، مرکزي، کرمانشاه، خوزستان، فارس، کرمان، اصفهان، سیستان‌اوبلوچستان، کردستان، همدان، چهارمحال‌اوبختیاري، لرستان، ایلام، کهګیلیوي‌اوبویراحمد، بوشهر، زنجان، یزد، هرمزګان، قُم او سوېلي خراسان دي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې ایران په دې وروستیو کې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.

نور خبرونه

رادیو