د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر د ترکمنستان د انرژۍ، صنعت او ودانیزو چارو د پراختیا کنفرانس په څڼده کې د دغه هېواد له مرستیال ولسمشر باتور امانوف سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي په دغه لیدنه کې ترکمني چارواکو سره د برېښنا د لېږد پر پراختیايي پروژو هم خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، دواړه خواوو د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي پروژې، د بالامرغاب ولسوالۍ د برېښنا رسونې پروژې او نورالجهاد سبسټېشن د تطبیق او پرمختګ پر چارو خبرې اترې کړې دي.
خبرپاڼه کاږي، چې په دې برخو کې د دواړه خواوو خبرې ګټورې وې. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو یو ځل بیا د برېښنا د پارچاوۍ په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي و، چې د افغانستان له بل ګاونډي ازبکستان نه په وارداتي برېښنا کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی. هر کال د ژمي په رارسېدو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زیاتېږي، چې ورسره د خلکو ستونزې هم پراخېږي.
د یادونې ده، چې افغانستان تر ډېره په وارداتي برېښنا متکي دی چې د ژمي په رارسېدو په واردېدوونکو هېوادونو کې د اوبو د کښمت او په خپله دغه هېوادونو کې د برېښنا مصرف ته په کتو د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

