د هند حکومت د دوشنبې ورځې تر مرګونې زلزلې وروسته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو د زیاتوالي هڅې پیاوړې کړې او ځان یې د سیمهییزو ناورینونو د «لومړني ځواب ویونکي» په توګه معرفي کړی. دا ګام د چین له هڅو سره د مقابلې لپاره اخیستل شوی چې غواړي د لوېدیځ تشه ډکه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جای شنکر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره اړیکه ونیوله او افغانستان ته د ۱۵ ټنه خوراکي توکو پر استولو سربېره یې د لا نورې مرستې ژمنه هم وکړه. هغه وویل، چې طبي توکي به هم ژر کابل ته ورسیږي.
چین هم د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له زلزله ځپلو سره مرستې ته چمتو دی.
د نوي ډیلي د ابزرور څیړنیز بنسټ د بهرنیو چارو د څېړنو مشر هارش پانټ رویټرز ته وویل، چې دواړه اسیايي ځواکونه غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د هغه په وینا، هند له طالبانو سره په وروستیو اونیو کې اړیکې ګرمې کړې دي، په داسې حال کې چې له پاکستان سره د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.
پانت زیاتوي، « د هند د افغانستان د هڅو تر شا هدف دا دی چې د محلي خلکو په منځ کې مثبته انګېزه او هرکلی ومومي، دا د نرم ځواک یوه بڼه ده. دا لږ امکان لري چې هند د لوېدیزو هېوادونو تشه ډکه کړي، خو که هڅه ونه کړي، چین به دغه فرصت ترلاسه کړي».
هند تېره میاشت شپږ ورځې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوربه و او اعلان یې وکړ چې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.
هند دغه راز د برېښنايي پروژو، روغتیايي خدمتونو او عامه زیربناوو په برخو کې هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د هند یوه چارواکي وویل، د سفارت پرانېستل یو سیاسي پیغام لیږي چې د طالبانو له رسمیت پېژندنې پرته هم نوی ډیلی غواړي په سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي او زیاته یې کړه چې نوره مرسته به هم واستول شي.
چین، چې له پاکستان سره نژدې اړیکې لري، د اګست په میاشت کې افغانستان ته ویلي و چې د کانونو او کاني سرچینو په برخه کې لېوالتیا لري. بیجنګ دغه راز کابل د خپل یو سړک او یوې لارې نوښت کې رسمي ګډون ته هم بللی.
د طالبانو لپاره د هند او چین ملاتړ خورا مهم دی، ځکه دغه ډله چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته واک ته رسېدلي، لوېدیځ هېوادونه یې لا هم پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او د ملګرو ملتونو بندیزونو له امله ردوي.
د کړکیچ نړیوالې ډلې کارپوه ابراهیم باحث وايي، « افغانستان د نړیوال بانکي سیسټم له انزوا سره مخ دی او د عادي همغږۍ د نشتوالي له امله د مرستو او پراختیايي بودجې انتقال خورا ستونزمن شوی دی».
د نوموړي په وینا، د افغانستان بشري اړتیاوې کمې نه دي، بلکې زیاتې شوې، ځکه نفوس زیاتېږي خو اقتصادي وده سوکه پاتې شوې ده.

