تازه خبر

په اسلام‌کلا کې څو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه وځنډول

۶ ساعتونه مخکې

د هرات ولایت محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو دفترونو او یو شمېر کورنيو او نړیوالو خیریه بنسټونو د سې‌شنبې له ورځې په اسلام‌کلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه ځنډولي. ددې چارې لامل د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو نوي بندیزونه ښودل کیږي.

سرچینو د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې د فعالیتونو د ځنډولو پرېکړه په اسلام کلا کې د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د نویو محدودیتونو تر لګېدو وروسته شوې ده.

افغانستان انټرنشنل ته څلورو باوري سرچینو ویلي، تېره پنجشنبه، د امر بالمعروف یو شمېر مامورانو په اسلام کلا کې یادو بنسټونو ته خبر ورکړ چې ښځو ته د روغتیا په برخه کې په هیڅ خیریه یا بشردوستانه سازمان کې د کار اجازه نشته.

مامورینو خبرداری ورکړی چې ښځې یوازې د «بشپړ حجاب لکه چادرۍ، ماسک او لاسماغي» کارولو په صورت کې کار کولای شي.

د شنبې په ورځ، بلې ډلې مامورینو نوې لارښوونه وکړه چې یوازې «یوه یا دوه ښځینه ډاکټرانې» اجازه لري کار ته دوام ورکړي او نورې ښځې، واکسیناتورانې، صحي روزونکې او د بشردوستانه پروګرامونو کارکوونکې باید سملاسي کار ځای پریږدي.

سرچینې زیاتوي چې د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، د امر بالمعروف ادارې او د نړیوالو بنسټونو استازو ترمنځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په ټولو سرحدي کمپونو کې یوازې څلور ښځې د روغتیا په برخه کې د کار اجازه لري.

د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو استازو په دې ناسته کې ویلي چې که دغه محدودیتونه وغځیږي، دوی به خپل فعالیتونه ودروي.

سرچینې تاییدوي چې د نړیوالو بنسټونو له مخالفت وروسته، په اسلام کلا کې د مرستو او بشري عملیاتو فعالیتونه تر بل امره وځنډېدل.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ سلګونه افغانان له ایران نه پر اسلام‌کلا سرحدي لارې افغانستان ته راستنیږي.

نور خبرونه

رادیو