د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي، چې د وروستۍ زلزلې له امله پرې شوې وو، د تخنیکي کارکوونکو په هڅو بېرته نښلول شوي دي.
یاد شرکت د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه، وویل، چې د لوړ ولټاژ تخنیکي ټیمونو له دوامدارو هڅو وروسته شرکت په دې توانېدلی چې د وارداتي برېښنا پرې شوې مزي بېرته سره ونښلوي.
د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د زلزلې ټکانونو، د ډبرو ښویېدنې او سخت توپان له کبله د مزو د بیا نښلولو چارې له ځنډ سره مخ شوې وې، خو د تخنیکي کارکوونکو د هڅو په نتیجه کې، د نن ورځې تر ناوخته بریالي شول چې برېښنا بېرته فعاله کړي.
دغې ادارې ویلي، د شرکت انجینیرانو له سختو اقلیمي او جغرافیایي شرایطو سره سره، په چټکۍ د زیانمنو سیمو ترمیمي چارې ترسره کړې او هڅه یې وکړه چې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برېښنا ژر تر ژره بېرته ورغوي.
د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د هېواد په شمالي سیمو کې د تېرې شپې له زلزلې وروسته، د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي په دوو ځایونو کې، له نايباباد څخه تر سمنګان او له خُلم څخه تر پلخمري پورې پرې شوي وو، او له امله یې د کابل په ګډون بغلان، پروان، پنجشېر، کاپيسا، لوګر، پکتيا، غزني او ميدان وردګ ولایتونه د ازبکستان له وارداتي برېښنا بې برخې شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برېښنا وارداتي ده او ډېری یې هم له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه را واردېږي.

