د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر احمد قربانوف وايي، چې عشق اباد په افغانستان کې د اوږدمهاله بشري او ټولنیزو مرستو پروژې په دوامداره توګه عملي کوي. نوموړي له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په عشق اباد کې د طالبانو له سرپرست سفیر فضل محمد صابر سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو او پلان شویو بشري مرستو د پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.
قربانوف په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله له اغیزمنو خلکو سره د خپل هېواد د مرستو چمتووالي ژمنتیا بیا تکرار کړه او یادونه یې وکړه چې د مرستو توکي د ترکمن-افغان همکارۍ پروژو د برخې په توګه چمتو کېږي.
د ترکمنستان مرستیال وزیر ټینګار کړی چې عشق اباد په افغانستان کې اوږدمهاله بشري او ټولنیزې پروژې په دوامداره توګه عملي کوي.
دغه پروژې هغو ټولنو ته حیاتي مرستې برابروي، چې له طبیعي ناورینونو اغېزمنې شوې وي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ناسته کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د همکارۍ پروژې به دوام کوي.

