ناڅرګندو وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې د جمعیت علمای اسلام مخکښ مشر مولوي عبدالسلام په ډزو وژلی دی. پولیس وايي، بریدګرو، چې پر موټر سايکل سپاره وو، پر مولوي عبدالسلام ډزې وکړې او وروسته د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د خیبر پښتونخوا پولیسو د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې پر مولانا عبدالسلام برید پر مندني - تخت بهایي سړک د حنیف پټرول پمپ ته څېرمه، د مندني پولیسو حوزې په سیمه کې شوی.
پولیس وايي، بریدګرو، چې پر موټرسايکل سپاره وو، پر مولوي عبدالسلام ډزې وکړې او وروسته د پېښې له ځایه وتښتېدل.
د پولیسو په وینا، د پېښې ځای یې محاصره کړی او د بریدګرو د موندلو لپاره پلټنې پیل شوې دي.
مولوي عبدالسلام د تحصیل تنګي د ابو بکر صدیق مدرسې مشر او د جمعیت علمای اسلام د ایالتي شورا غړی و.
په دې وروستیو کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام د ګوند د غړو د ترور پېښې ډېرې شوې دي.

