پنجاب د امنیتي اندېښنو له امله د لاریونونو او عامو غونډو بندیز د ۷ نورو ورځو لپاره وغځاوه

۲۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امنیتي اندېښنو او ترهګریزو ګواښونو له امله یې د روان کال د لړم تر ۱۷مې پورې د لاریونونو، ناستو او عامه غونډو په ترسره کولو بندیز غځولی دی. دغه بندیز شاوخوا یوه میاشت مخکې نافذ شوی او څو ځله تمدید شوی دی.

د پنجاب حکومت د کورنیو چارو وزارت د حکم له مخې، د ترهګریز ګواښ او د عامه نظم د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د جزا قانون د ۱۴۴ مادې له مخې د هر ډول عامو غونډو ترسره کول منع اعلان شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د امنیتي ګواښونو په نظر کې نیولو سره، عامې غونډې او لاریونونه د ترهګرو لپاره اسانه هدفونه کېدای شي. خرابکاره عناصر ممکن له عامو اعتراضونو ناوړه ګټه واخلي او د خپلو موخو لپاره د دولت ضد فعالیتونه ترسره کړي.»

د جزا قانون ۱۴۴ ماده سیمه‌ ییزو ادارو ته دا صلاحیت ورکوي، چې د یوې ټاکلې مودې لپاره په یوه سیمه کې د څلورو یا زیاتو کسانو راټولېدل ممنوع اعلان کړي.

د پنجاب د کورنیو چارو وزارت همدارنګه اعلان کړی، چې د هر ډول وسلو ښودل او د لوړ سپیکر کارول په ټوله صوبه کې په بشپړ ډول منع دي.

د کرکې، تاوتریخوالي یا فرقه‌ يي نفرت د خپرولو او وېشلو هر ډول مواد هم منع اعلان شوي دي.

د پنجاب حکومت ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې موخه د عامه نظم ساتل او د ښاریانو د ژوند او مال خوندیتوب دی.

په دې بندیز کې واده، جنازه او تدفین مراسم شامل نه دي او افسران، کارمندان او محکمې هم له دې څخه مستثنا دي.

د دې بندیز عملي کول لومړی د تلې په ۱۶مه نېټه پیل شوي وو او وروسته د تلې په ۲۶مه او د لړم په درېیمه نېټه دوه ځله نور هم، هر ځل د اوو ورځو لپاره تمدید شوی دی.

نور خبرونه

رادیو