ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د پاکستان امنیتي ادارو د استخباراتي راپورونو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په لالۍخېل سیمه کې د «ابو دوجانه» په نوم د ماین جوړونې یو ماهر کس وژلی دی.
راپور زیاتوي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د پېښې له ځایه د ځانمرګي واسکټ، لاسي بمونه او ۳۰کیلو چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي. هممهاله د یکشنبې په ورځ د یاد ایالت د هنګو ولسوالۍ په دو ابه سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر یو موټر د ماین چاودنه شوې او درې افسران پهکې ټپیان شوي دي. په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې نا امنۍ تر بل هره وخته ډېرې شوې او اسلاماباد ګوته نیسي، چې دغه بریدونه له افغانستان نه پلانېږي.
هاخوا پر کابل واکمن طالبان بیا د پاکستان دغه ادعاوې ردوي او دغه هېواد کې روانې نا امنۍ داخلي امنیتي ناکامي بولي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وار، وار ویلي، چې اسلاماباد د خپلو امنیتي ادارو د ناکامۍ پړه پر دوی ور اچوي.

