د پاکستان د پوځ ویاند وايي، په استانبول کې افغان طالبانو ته په ډاګه ویل شوي چې ترهګري کنټرول کړي.
احمد شریف چوهدري پاکستاني خبریالانو ته ویلي، چې اسلام اباد له امریکا سره په افغانستان کې د بریدونو تړون نه لري. نوموړي ويلي، چې «قاچاق وړونکي په افغان سیاست کې مداخله کوي».
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د دغه هېواد د څو رسنیو له مشرانو سره خبرو کې ويلي، چې « د افغانستان شرطونه هېڅ معنا نه لري؛ مهمه خبره د ترهګرۍ ختمول دي».
د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه چې د پاکستان د امنیت ضامن ځواکونه دي، نه افغانستان، او اسلاماباد هېڅکله د طالبانو راتګ نهدی نمانځلی. د پاکستاني پوځ ویاند دا هم وویل چې د پاکستان ضد ډلو خلاف عملیات روان دي.
جنرال چوهدري ویلي، چې په استانبول کې افغان طالبانو ته په ډاګه وویل شول چې هغوی باید ترهګري کنټرول کړي.
نوموړي زیاته کړه، « دا چې څنګه یې کوي، دا د هغوی کار دی. موږ د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړل او ترهګر افغانستان ته وتښتېدل. هغوی موږ ته وسپارئ، موږ به یې د قانون او اساسي قانون له مخې محاکمه کړو».
هغه څرګنده کړې چې «له ترهګرو سره خبرې نه کېږي» او پاکستان افغان طالبانو ته یو «مناسب ځواب» ورکړی چې «هغه مطلوبې پایلې ورکړې دي».
نوموړي دا هم ویلي، چې نشهيي توکي له افغانستان نه پاکستان ته قاچاق کېږي او افغان قاچاق وړونکي د افغانستان په سیاست کې لاسوهنه کوي.
د پاکستان یوه خبریال حمید میر، چې د غونډې برخهوال و، جیو نیوز ته وویل چې خبریالانو ته په جګړه کې د افغان طالبانو د سرتېرو د ښکېلتیا شواهد وړاندې شول.
شریف چوهدري د طالبانو دا نیوکې رد کړې دي، چې پاکستان د امریکا بېپیلوټه الوتکو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان دننه بریدونه وکړي.
نوموړي ویلي: « دا تور بېاساسه دی. پاکستان هېڅکله امریکا ته اجازه نهده ورکړې چې له خپلې خاورې څخه پر افغانستان بریدونه ترسره کړي».
نوموړي زیاته کړې چې د اسلاماباد او واشنګټن ترمنځ هېڅ داسې موافقه نشته چې له مخې یې امریکا د افغانستان پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي.
د پاکستاني پوځ ویاند همدارنګه خبرداری ورکړی چې هند ښایي د سمندر له لارې د «جعلي برید» ترسره کولو هڅه وکړي، څو دده په وینا، د سیمې امنیت ګډوډ کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند له جنګیالیو سره پر جګړه ټینګار کړی او وايي، حکومت، کابینې، پوځ او سیاسي ګوندونو په ګډه د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره پریکړې کړې دي او که د خیبر پښتونخوا حکومت له جنګیالیو سره د خبرو غوښتنه کوي، نو دا نهشي کېدای او دا ګډوډي خپروي.
هغه له ټي ټي پي سره خبرې اترې رد کړې دي او وايي، چې پاکستاني «طالبانو زموږ له امنیتي کسانو سره د فوټبال په څېر لوبې کړې دي، نو څنګه لهدوی سره خبرې کېدای شي؟».
د ډان ورځپاڼې په وینا، شریف چودري له۲۰۲۵ کال نه تر دې دمه د جنګیالیو پر ضد د عملیاتو جزئیات هم وړاندې کړل.
هغه وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ۶۲زره او ۱۱۳عملیات شوي دي، چې په ورځنۍ کچه ۲۰۸استخباراتي عملیات کیږي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه په روان کال کې ۴زره او ۳۷۳ امنیتي پېښې شوې دي او ۱۶۶۷تنه جنګیالي وژل شوي دي.
چوهدري زیاته کړې چې د وژل شویو جنګیالیو په منځ کې ۱۲۸ افغانان هم شامل دي.
افغان طالبانو په دې وروستیو کې پر طالبانو تورلګولی، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو ته اجازه ور کوي، چې د افغانستان په خاوره کې بریدونه وکړي.طالبانو دغه راز ویلي، چې

