مجاهد د اصف ګواښونو ته: د هغه کس خبرې جدي نه‌ګڼو چې ټول واک یې پر یوه ټوېټ محدود وي

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو ګواښونو ته په لومړي ځل غبرګون کې وویل، دوی د داسې یوه کس خبرې جدي نه‌ګڼي، چې په‌خپله ستونزې لري او ټول واک یې پر اېکس یو پوسټ کول وي. خواجه اصف یو ځلي ګواښ کړی و، چې که له طالب لوري سره خبرې ناکامه شي، نو مخامخ به جګړې ته داخل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ماښام (د لړم ۱۰مه) له یوې کورنۍ رسنۍ سره په مرکه کې په لومړي ځل د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ګواښوونکو څرګندونو ته غبرګون وښود او زیاته یې کړه: «موږ نه غواړو خواجه اصف ته ځواب ورکړو، ځکه هغه متضادې خبرې کوي او موږ پر دې پوهېږو چې څومره واک لري د هغه ټول واک پر اېکس پر یوه پوسټ کولو محدود دی.»

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، طالبان نه‌غواړي چې د خواجه اصف پر خبرو د پاکستان له ټول ملت سره مخامخ شي او په وینا یې، د پاکستان ولس او ټول ګوندونه له افغانستان سره جګړه نه غواړي او افغانستان هم له پاکستان سره د جګړې په لټه کې نه دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د تېرې اوونۍ (شنبه د لړم ۳مه) طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په استانبول کې خبرې ناکامې شي، نو پاکستان به نېغ په نېغه له افغانستان سره جګړې ته مخه کړي.

مجاهد زیاته کړه: «موږ د یوه شخص [خواجه اصف] چې په‌خپله یې ډېرې ستونزې لري جدي نه ګڼو. د پاکستان په تشکیلاتو کې دفاع وزیر یو کلیشه‌يي بست دی او هېڅ ډول واک او د پرېکړو کولو واک نه‌لري او په ټوله کې دومره کولی شي، چې په اېکس کې یو پوسټ وکړي.»

د ذبیح‌الله مجاهد په باور، د پاکستان په پوځ کې یوه کوچنۍ کړۍ له افغانستان سره د جګړې پلویتوب کوي او په وینا یې په داسې حال کې چې پاکستان پوروړی دی او همداراز له امنیتي او سیاسي ستونزو سربېره له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، نو دغه ډول پالیسي یې په ګټه نه ده.

هغه وايي، د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ د نړۍ د ځينو زبرځواکو په اشارې سره په سیمه کې د جګړې د دوام په لټه کې ده او زیاتوي: «موږ فکر کوو هغه کسان چې بګرام هوايي اډه غواړي، د فشار راوستلو په لټه کې دي، سره له دې چې هغوی په‌خپله نه‌راځي، نو دوی یې [د پاکستان په پوځ کې یوه کړۍ] توظیف کړي، چې په سیمه کې ناامني رامنځته کړي چې راتلونکو سناریوګانو ته یې زمینه برابره شي.»

د طالبانو ویاند په ډاګه وايي، دوی به د دغه ډول سناریوګانو عملي کېدو ته اجازه ورنه‌کړي او د هر ډول توطیې پر وړاندې به ودرېږي او هېچاته به د دې اجازه ورنه‌کړي، چې د نورو ناسم خوبونو په سیمه کې پر واقعیت بدل شي.

ذبیح‌الله مجاهد همداراز خبرداری ورکړ، که چېرې د نورو په لمسون دغه ډول سناریو عملي هم شي، نو «لومړنی قرباني به هم په‌خپله پاکستان وي.»

د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له دغو څرګندونو څو شېبې وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تُند غبرګون وښود او د ذبیح‌الله مجاهد څرګندونې یې «ناوړه او تېر اېستونکې» وبللې او زیاته یې کړه، د افغانستان په اړه د سیاسي ګوندونو او پوځ په ګډون د ټولو پاکستانیانو تر منځ اجماع شته.

خواجه اصف د شنبې په ماخوستن (د لړم ۱۹مه) پر خپله اېکس پاڼه په ظاهره د ذبیح‌الله مجاهد د هغو څرګندونو چې د ده واک یې یوازې پر اېکس پر یوه پوسټ محدود ګڼلی و، طالبانو ته د «رژیم» په خطاب سره وویل، دوی په کور دننه له ګڼو فکري اختلافونو سره مخ دي او په وینا یې طالبان د افغان ولس استازي نه دي او په دغه هېواد کې یې خلک له بیان ازادۍ او زده کړو محروم کړي دي.

په ورته وخت کې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د طالبانو ویاند له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان له لوري دغه ډول ګواښونه د مسلې حل ونه‌باله او په وینا یې مسایل باید د خبرو له لارې حل شي او زیاته یې کړه: «پاکستان اړخ پر خپلو وعدو وفا نه‌کوي او دا لویه ستونزه ده او موږ هم اوس د دوی پر خبرو اعتماد نه‌شو کولی، متاسفانه [د پاکستان] په حکومت کې داسې کسان شته چې د وعدو د نه عملي کېدو ستونزه لري.»

هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې په ترکیه کې د طالب پلاوي او پاکستانیانو تر منځ د مذاکراتو پر مهال د پاکستان دفاع وزیر څو وارې ګواښونه وکړل: «د خبرو په جریان کې دغسې ګواښونه کول که له نورو سره ګټه وکړي که ونه‌کړي، خو له افغانانو سره دغه ډول چلند ډېرې بدې اغېزې لري.»

مجاهد په دې مرکه کې یو ځل بیا په ډاګه وویل، طالبان اوس پر پاکستان بې‌باوره او مشکوک دي، ځکه «هغوی [پاکستان] کېدای شي دغه جګړه د بل چا په خوله کوي او کېدای شي د بل چا له‌خوا ورته ویل شوي وي او کېدای شي په دې جنګ کې یو چاته نږدې کېدل غواړي.»

ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو او هند تر منځ اړیکو ته په اشارې سره وویل، دغه اړیکې ډيپلوماټيکي او سوداګریزې دي او په وینا یې «د هند او پاکستان ستونزه جلا ده او موږ نه غواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو تر منځ د ناندریو مرکز وګرځي، ځکه زموږ پالیسي متوازنه پالیسي ده.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: «د پاکستان ولس باید پر دې پوه شي چې د پاکستان په پوځ کې یوه ډله د افغانستان او پاکستان تر منځ د فضا د خرابولو په هڅه کې ده او نه پرېږدي چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.»

نور خبرونه

رادیو