د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمان د ملتان په خیرالمدارس جومات کې د وینا پر مهال اندېښنه څرګنده کړې، چې مدرسې د تاوتریخوالي په تدریس تورنې دي او ویل کېږي، چې تاوتریخوالی تولیدوي. نوموړي ټینګار کړی: «اصلا په مدرسه کې رښتنې روښانتیا او پوهه وړاندې کېږي.»
مولانا فضل الرحمان د شنبې په ورځ په خپله وینا کې ویلي، نړۍوال د يوه پلان له مخې هڅه کوې چې مذهبي ځوانان وهڅوي او د غبرګونونو له لارې یې له منځه یوسي.
نوموړي نړۍوالو ته په پيغام کې ویلي، چې د اسلام لپاره یې لکونه قربانۍ ورکړي او هېواد یې د اسلام په نوم جوړ شوی دی.
بلخوا، بیا هغه د پاکستان پر قانون نیوکه کړې چې اسلامي جوړ دی، خو تراوسه یې د اسلامي نظریاتي شورا سپارښتنې په اساسي قانون کې نه دي تصویب کړي.
نوموړي زياته کړې: «د پاکستان اساسي قانون د دین په توګه اعلان کړی، د همدې قانون لپاره اسلامي نظریاتي شورا جوړه شوې؛ خو تراوسه د دې شورا سپارښتنې په اساسي قانون کې نه دي تصویب شوي.»
د مولانا فضل الرحمان په خبره، په پاکستان کې فحشا ته اسانتیاوې جوړې شوي او نکاح ته ستونزې جوړېږي.
نوموړي د پاکستان پر ادارې نیوکه کړې، چې د لوېديځ پیروي کوي او هڅه کوي چې په هند کې منظور شوی د اوقاف قانون دلته عملي کړي.
هغه د اوقاف قانون د شریعت خلاف ګڼلی: «د اوقاف بشپړ قانون د شریعت اصولو خلاف دی. دغه قانون په لفظي ډول هند کې منظور شوی او اوس د نړۍوالې اجنډا په اساس پاکستان ته راوړل کېږي.»
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د مدرسو او دیني عالمانو د ساتنې غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی، که ورته پاملرنه ونه شي پراخ لاریونونه به پيل کړي.
هغه پاکستان ته په خبرداري کې ویلي: «که د دیني مدرسو او عالمانو ساتنه ونه شي، تر اسلام اباد پوري به په ټول هېواد کې لاریونونه پيل کړو، موږ د راوتلو لپاره وخت ته اړتیا نه لرو، یوازې په ۲۴ ساعتونو کې چمتو یو چې راووځو.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان او پاکستان کې سلګونه ځانمرګي بریدونه چې شوي دي، بریدګر یې د پاکستان په مدرسو کې دیني او نورې زده کړې کړې دي.

