اصف: تورخم دروازه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره نه، د افغانانو د اېستلو لپاره پرانیستل شوې

۲۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان دفاع وزیر ويلي، چې د تورخم دروازه د سوداګریزو فعالیتونو لپاره نه، بلکې د افغان کډوالو د اېستلو د اسانتیا لپاره پرانیستل شوې. نوموړي زیاته کړې، چې د ویزو ورکولو پروسه به د طالبانو د پلاوي سره د خبرو اترو تر پایه پورې ځنډېدلې وي.

خواجه اصف ویلي، په تورخم کې ټول سوداګریز فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.

د تورخم دروازه د تېرې تلې میاشتي له ۱۹مې نېټې څخه د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې، چې نن د افغان کډوالو د اېستلو لپاره بیا پرانیستل شوه.

خواجه اصف د شنبې په ورځ له «جیو نیوز» سره په مرکه کې وویل: «مخکې افغانستان په پاکستان کې د غېرقانوني مېشتو خپلو افغان وګړو د مسوولیت منلو څخه انکار کاوه او دا یې د پاکستان ستونزه ګڼله.»

د پاکستان د دفاع وزیر په خبره، د افغان کډوالو موضوع اوس یوه نړۍواله مسله ګرځېدلې ده.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستي اوربند تړون ته په اشارې وویل، چې که له افغانستان څخه د هر ډول «غېرقانوني فعالیت» پیل وشي، د هغه مسوول به افغانستان وي.

د پاکستاني ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، په استانبول کې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په درېیو موافقو کې پای ته ورسید: د اوربند دوام، د سولې د ډاډمنولو لپاره د څارنې او تایید میکانیزم جوړول او د هغې د سرغړونې لپاره د سزا ټاکل شامل دي.

د دې کړنلارې اجرایي جزییات به هغه وخت وروستۍ شي، کله چې د دواړو خواوو لوړپوړي استازي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا په استانبول کې وویني.

خو خواجه اصف وویل: «د پاکستان ټول ولس، د سیاسي مشرانو او دولتي بنسټونو په ګډون یو موټی دی او غواړي چې د افغانستان د مسئلې لپاره ژر تر ژره حل راووځي. اوسمهال یوازینی حل دا دی، چې افغانستان باید له خپلې خاورې ترهګرۍ پای ته ورسوي.»

هغه زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه باید «متمدنې» اړیکې وساتي او خبرداری یې ورکړ، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان له «تفرقه اچوونکو تاکتیکونو» څخه خبره ده.

نور خبرونه

رادیو