طالبان وايي نن به نږدي ۱۴۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شي

پرون

په تورخم ښارګوټي کې د عمري کډوالو پنډغالي یوه مسوول ویلي، له پاکستان څخه د تورخم له لارې به نږدې څوارلس سوه کورنۍ افغانستان ته ستنې شي.

قاري ذاهد ویلي چې نن سهار د تورخم دروزې له خلاصون وروسته ګڼ شمېر د افغان کډوالو کورنۍ پنډغالي ته راغلي او د ثبت پروسه یې روانه ده.

په تورخم کې د عمري په نامه د کډوالو بنډغالي مسوول قاري زاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې راستانه شويو کډوالو ورته ویلي، پاکستان ۹۰ سلنه د افغان کډوالو سیمکارټونه بند کړي دي.

نوموړي همدراز وویل، چې پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د افغان کډوالو پنډغالو باندې ټول امکانات بند کړي دي.

دی زیاتوي، چې زیاتره افغان کډوال غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د تورخم دروازې د پرانېستلو سره به د افغان کډوالو راتګ زیات شي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون نن شنبه (د لړم ۱۰مه) راپور ورکړ، چې یوازې پاکستان کې د ایسار پاتې افغان کډوالو د بېرته ور ستنېدو لپاره نن سهار د تورخم دروازه پرانېستل شوه. لا هم د دوه اړخیزې سوداګرۍ او له افغانستان څخه پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ دا دروازه تړلې ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته له تورخمه ځايي دوکاندارانو ویلي چې کډوال دروازې ته نږدې شوي او پاکستاني مامورینو یې د ستنېدو رسمي چارې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پنډغالي وتړل، چې له امله یې زیات شمېر کډوال هېواد ته د راستنېدو په درشل کې دي.

نور خبرونه

رادیو