طالبانو په ارزګان او ننګرهار کې راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست نجیب‌الله حیات حقاني په ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل. په دغو ښارګوټو کې به ۲۲۴۰ کورونه جوړ شي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، په ارزګان کې د راستنېدونکو لپاره ښارګوټی به په ۲۳۹۵ جریبه ځمکه کې له ټولو خدماتي او ښاري اسانتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ شي. دغه ښارګوټی به ۱۷۴۰ د استوګنې نمرې ولري.

په ننګرهار کې به ورته ښارګوټی په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او ټولټال به ۵۰۰ د استوګنې نمرې ولري.

د دغو ښارګوټو طرحې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې د ستونزو د حل او د ښاري ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړې شوي، څو بېرته راستنېدونکي او بې ‌ځایه شوي هېوادوال د ښاري ژوند له اسانتیاوو څخه برخمن او ورته د دوامدارې ودې زمینه برابره شي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې دغه ښارګوټي به په کومې بودیجې او څومره وخت کې جوړ شي او همداراز د وېشنې د څرنګوالي په تړاو هېڅ ډول جزییات نه دي ورکړل شوي.

نور خبرونه

رادیو