د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې تهران د اوبو په برخه کې د کابل له چلنده ناراضه دی.
اسماعیل بقايي وايي، ایراني چارواکو د طالبانو د حکومت چارواکي د اوبو په برخه کې د تعهداتو عملي کولو ته هڅولي او دغه راز د هلمند د اوبو تړون هم روښانه دی.
بقايي د دوشنبې په ورځ په تهران کې د خپلې اونیزې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د هریرود د حقابې په اړه د لیکلې هوکړې نشتوالی د قاعدې او قانون د فقدان په معنا نه دی، ځکه د اوبو د نړیوالو قوانینو پر بنست، برلاس هېواد ځینې تعهدات لري، چې باید یې عملي کړي.
نوموړی وايي، په دې وروستیو کې د سلما بند اوبه خوشې شوې او دی هیله من دی، چې دا د « دوستۍ بند» شي.
نوموړي وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال غریب ابادي سفر مهم و او په دغه سفر کې پر دریو مسایلو خبرې وشوې، چې یوه پکې د اوبو مساله ده.

