د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې په ټلېفوني خبرو کې د سیمې د سولې او ټیکاو د ساتنې اړوند پر ګډو ژمنو ټینګار کړی. سعیدوف زیاتوي، چې متقي سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو اړوند هم نظریات تبادله کړي.
دغه ازبک چارواکي پر اېکس پاڼه لیکلي: «ما د ستونزو د حل او متقابل تفاهم د پاوړتیا لپاره ډیپلوماسي اغېزمنه لاره وبلله.» امیرخان متقي بیا ویلي، له ازبکستان سره د دوی مثبت تعامل څخه څرګندېږي چې دوی په سیمه کې د ثبات، اقتصادي همکارۍ او سیمهییز تفاهم ملاتړي دي.
طالبان چې د نړۍ د اکثریت هېوادونو له لوري منزوي شوي او له روسیې پرته یې بل هېڅڅوک په رسمیت نه پېژني، د اړیکو او سوداګرۍ لپاره ورته یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون روسیه او چین ور پاتې دي.
د کارپوهانو په وینا؛ د یادو هېوادونو اړیکې هم له طالبانو سره د امنیتي مجبوریو له کبله دي.
کارپوهان وایي، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه د طالبانو په شتون کې له افغانستان نه ځان ته امنیتي ګواښونه ویني او د همدې مجبورۍ له مخې یې دغه ډلې سره اړیکې خوږې کړې دي.

