طالبانو له نړۍوالو وغوښتل، چې چاپېریالي موضوعات دې له سیاست څخه جلا شي

۱۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الله خالص په افغانستان کې د یونېسف له مسوولینو سره د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. طالبانو له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو د زیانمنو ښځو او ماشومانو په برخه کې کار وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دې ادارې مشر د یونېسف له ادارې څخه غوښتې، چې په خپلو پلانونو کې د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیسي او داسي اسناد چمتو کړي چې نړۍوالو ته د منلو وي.

خالص ټينګار کړی، چې د افغانانو بشري موضوع دې له سیاست څخه جلا شي.

هغه زیاته کړې: «د اقلیمي بدلون له زیانونو څخه عام خلک په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان زیات اغېزمن شوي او دا یوه بشري موضوع ده؛ نو نړۍوالو ادارو ته په کار ده چې ټول په ګډه دې برخه کې کار وکړي، د دې موضوع بشري اړخ تقویه شي او دا موضوع له سیاست څخه لرې شي.»

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، یونېسف ادارې ژمنه کړې چې «پر ماشومانو د اقلیمي بدلون د اغېزو، ساتنې او ملاتړ په نړۍوالو دریځونو کې په متحد ډول د افغانستان غږ پورته کول، د ګډې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا، نړۍوالو مالي میکانیزمونو د لاسرسي او نړۍوالو سره د تعاملاتو په برخه کې به همکاري کوي.»

نور خبرونه

رادیو