افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په کابل کې د چین له سفیر سره د بېرته ستنېدونکو افغانانو سره د مرستې او ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې ده. د یاد سازمان خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د څو اړخیزو همکاریو په ارزښت ټینګار شوی.
د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده ناسته کې د بېرته ستنېدونکو وضعیت څېړل شوی او د ملاتړ په تړاو یې بحثونه شوي دي. عرفات جمال تر دې دمخه څو څو ځله ویلي، چې د ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره کافي بودجه نهلري او د نړۍوالې ټولنې په ګډون باید مرستندویه سازمانونه په دې برخه کې همکارۍ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې د روان کال له پیله له ایران او پاکستان نه نږدې ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې ایران له خپل هېواده تر ۱مېلیون ډېر افغانان اېستلي دي.
هممهاله له پاکستان نه هم د افغانانو د اېستلو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کورنۍ په تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو لارو افغانستان ته ستنېږي.
پاکستاني پولیسو د پلازمېنې اسلاماباد په ګډون ټولو ایالتونو کې د افغانانو پر ضد عملیات پیل کړي او هلته یې په افغانانو ژوند سخت کړی دی. ایران او پاکستان نه ستنو شویو افغانانو نیوکې کړې، چې د دغو هېوادونو پولیسو ورسره نه یوازې دا چې ظالمانه کړنې کړې؛ بلکې د دوی د ملکیتونو او روزګارونو راغونډولو ته یې هم نهدي پرېښي.
که څه هم طالبانو ویلي، چې په دواړو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ملکیتونو خوندیتوب لپاره اقدام کوي؛ خو لیدل کېږي چې دغه ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.

