د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د «نی» بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېرو ۲۴ کلونو په اوږدو کې طالبان د افغانستان دننه د ۱۷۰ نه زیاتو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې مسوول دي.
په جلاوطنۍ کې دغه فعال شوی بنسټ وایي، د دوی ترلاسه شوي معلومات دا په ډاګه کوي چې طالبان د ازادو رسنیو د جوړښت ړنګېدو اصلي عاملین دي. دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د طالبانو استازو ته باید پر رسنیو د محدودیتونو او بندیزونو له کبله اجازه ور نهکړي؛ څو په ازاده توګه سفرونه وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «نی له ټولو هغو هېوادونو چې د بشري حقونو نړۍواله هوکړه یې لاسلیک کړې او د ملګرو ملتونو د مدني او سیاسي حقونو میثاق ته ژمن دي، غوښتنه کوي څو د طالبانو استازي خپلو هېوادونو ته له سفرونو منعه کړي. دغه ډلې د رسنیو پر وړاندې تر ټولو زیات ظلم او تاوتریخوالی کړی دی.»
په اعلامیه کې زیاته شوې، سره له دې چې طالبان د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل دي؛ خو بیا هم د طالبانو مشران او استازي اوسمهال ډېرو اسیایي، اروپایي او افریقایي هېوادونو ته په ازاده توګه سفرونه کوي.
نی بنسټ د روان کال په چنګاښ میاشت کې هم د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوي طرزالعمل په غبرګون کې ویلي و، چې د افغانستان رسنۍ د خپل تاریخ تر ټولو سخت او ستونزمن پړاو سره مخ دي. دغه بنسټ هغه مهال ټینګار کړی و، چې طالبان په دوامداره ډول د رسنیو د ازادۍ مخه نیسي او د بیان د ازادۍ ټولې لاسته راوړنې لهمنځه وړي.

