د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په نړۍوال جام کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۵۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ د هند د نوې ممبۍ په لوبغالي کې تر سره شوې، چې ۸ لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.
د هند او سوېلي افریقا ښځينه کرېکټ لوبډلو د پایلوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړی یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.
د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په پنځو اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه.
سوېلي افریقا لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۵.۳ اور کې ۲۴۶ منډې جوړې کړې او د ۵۲ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په نیمه پایلوبه کې اسټرالیا لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپير ماتې ورکړې وه.
د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې د دې سیالیو اتلولي په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.
دې سیالیو ته د هند د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر مشهور لوبغاړي هم ورغلي و.

