د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق ویلي چې د کابل په هوايي ډګر کې د فوټسال لوبډلې تود هرکلی شوی او ورته ځانګړي مراسم هم نیول شوي. د ۱۷ کلنو دې لوبډلې کابل ته د اسیا جام اتلولي ور وړې.
نوموړی پر اېکس پاڼه لیکي: «د افغانستان د فوټسال اتله لوبډله چې د اسيا اتلولي يې ترلاسه کړه کابل ته را ورسېده او اوس مهال يې د هرکلي او تقدير مراسم روان دي.»
د افغانستان د فوټسال له ۱۷کلونو کم عمره لوبډلې د اسیا جام په پایلوبه کې ایران ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو اتلولي وګټله. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دغه تاریخي بریا په پراخه کچه وستایل شوه او بېلابېلو سیاسي شخصیتونو او عامو افغانانو دغه بریا د افغانستان لپاره لوی ویاړ وباله.

