افغانستان له زمبابوې څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

۲ ورځې مخکې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرېکټ لوبډلې ته په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د ۹ منډو په توپیر ماته ورکړه او د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې درې ـ صفر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

له زمبابوې سره د درېیمې شل اوریزې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د رحمان الله ګربز د ۹۲، د ابراهیم ځدراڼ ۶۰ او صدیق الله اتل د ۳۵ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته په شل اورونو کې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د زمبابوې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې او لوبه افغان لوبډلې د ۹ منډو په توپیر وګټله.

په دې سره افغان لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ په درې واړو لوبو کې د زمبابوې لوبډلې ته سر پر سرماتې ورکړې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

تر دې وړاندې بیا زمبابوې افغان لوبډلې ته په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړې وه.

نور خبرونه

رادیو