د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، د اسیا د فوټسال اتلولي ګتل تاریخي بریا ده او نوموړي د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د هڅونې په موخه د یو میلیون افغانیو جایزه هم اعلان کړه.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې تېره شپه د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن سهار د اتلولۍ له جام سره کابل ته راورسېده او د طالبانو تر څنګ یې د هېوادوالو له لوري هم تود هرکلی وشو.

