احمدالله وثیق: افغان لوبغاړو په اسیايي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې، او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، افغان لوبغاړو په اسیایي سیالیو کې ۶ مډالونه ګټلي دي.

دغه سیالۍ چې د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ (د لړم ۹مه) پای ته ورسېدې.

اسیايي سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یو ځلي ترسره کېږي. سږنی کال یې درېیم پړاو و او د بحرین د منامه ښار په کوربه توب ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۴۵ هېوادونو په ۲۴ سپورټي څانګو کې څه باندې ۴ زره لوبغاړو ګډون درلود.

د دغو سیالیو په اتو سپورټي څانګو کې یعنې د پهلوانۍ، فوټبال، فوټسال، تکواندو، جوجيتسو، جودو، سوک وهنې او ووشو ملي فدراسيونونو۳۱لوبغاړو او د روزونکو ۲۶ کسیز پلاوي ګډون کړی و، چې په پايله افغانستان دوه د ژېړو مډالونه په کورش، یو د سپینو زرو او یو د ژېړو په رزمي سیالیو کې، یو د سپینو زرو په جودو او د فوټسال په برخه کې مهم مډال هغه هم د سرو زرو وګاټه.

احمدالله وثیق وايي، «افغان ورزشکاران سره له دې چې په یادو سیالیو کې یې د نورو هېوادونو پرتله په کم تعداد ګډون کړی و، خو له نیکه مرغه چې د بریا تله یې درنه وه، په ویاړ سره یې د افغانستان ښه استازولي وکړه او ۶ مډالونه یې وګټل.»

په دغو سياليو کې چین د ۱۴۷ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ. یاد هېواد په دغو لوبو کې ۶۳ د سرو زرو، ۴۹ د سپينو زرو او ٣۵ د ژېړو مډالونه ترلاسه کړل او افغانستان په دغو سياليو کې یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او درې د ژېړو مډالونو په ترلاسه کولو سره له قطر، کمبودیا، پاکستان، لبنان، بنګله دېش، یمن، عمان او ګڼو نورو هېوادونو مخکې ۲۴م مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې افغان واليبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سياليو پايلوبې ته لار موندلې وه، خو په پايلوبه کې یې له ترکمنستان څخه د ۳-۲ ميدانونو په توپير ماتې وخوړه او دويم مقام يې خپل کړ.

نور خبرونه

رادیو