حقاني د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې سره د لیدنې پرمهال د هغوی بری وستایه

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې سره په لیدنه کې د هغوي وروستی بری وستایه.

حقاني لوبډلې ته په خبرو کې وویل:«تاسې د هر افغان استازي یاست، ټول ملت مو په پوره ملي یووالي سره بریا ته د خوښۍ جشنونه نیسي، تاسې افغانستان ته ویاړ راوړی.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه، د لړم ۱۱مه، په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان د ۱۷ کلنو فوتسیال ملي لوبډلې سره په لیدنه کې ویلی، چې د هغوی وروستی بری د سیال کېدو مهم ګام بولي او دا د ټول ملت بری دی.

حقاني وویل:« په همداسې ډاډ دوام ورکړئ، د ټول افغانستان حقیقي استازیتوب وکړئ او منل شوي اسلامي او افغاني ارزښتونه مو په دې ویاړلي استازیتوب کې حفظ کړئ.»

سراج الدین حقاني یادې لوبډلې، د دوی روزونکو او د المپیک استازو ته د خپل هراړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د یادې لوبډلې او پلاوي استازو د سراچ الدین حقاني له «مادي او معنوي» ستاینې ډېره خوښي څرګنده کړه او دا یې د راتلونکي لپاره ستر اطمنان وباله.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې په خپله وروستۍ لوبه کې د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

نور خبرونه

رادیو