د طالبانو او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي‌ همکاریو د پیاوړتیا او د سیمې د وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

یاد وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متفي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د خبرو پرمهال د سیمې په چارو کې پر ډیپلوماسۍ او تفاهم ټینګار کړی دی.

د متقي په وینا، له ازبکستان سره مثبت تعامل د دې څرګندونه کوي، چې طالبان د ثبات، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز تفاهم ملاتړي دي.

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې او د سیمي د ثبات لپاره یې پر تفاهم او اقتصادي همکاریو ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو