د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا وايي، پاکستاني ځواکونو په ځمکنۍ جګړه کې تېښه کوله، خو د الوتکو د بمبارونو پر وړاندې یې دوی ځواب نه درلود.
نوموړی زیاتوي، چې نن سبا د هېواد دفاع په کوتک، توره او کلاشنکوف نه کېږي، بلکې د وطن دفاع به په ډرون او الوتکو کوي.
د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د یکشنبې په ورځ د ښوونځیو د زده کوونکو د ساینسي پروژو او لاسته راوړنو د نمانځلو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، چې دوی باید هغه څه ترلاسه کړي چې د نظام د دفاع لپاره اړین دي.
حبیب الله اغا وايي، نن سبا د هېواد دفاع یوازې په نننیو پر مختللو وسایلو کېدای شي.
د طالبانو پوهنې وزیر زیاته کړه، چې، « الله تعالی موږ د نظام په دفاع مکلف کړي یو».
هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل:« اوس خو دفاع په ډانګ نشو کولی، اوس خو دفاع په توره نشو کولی، حتا په کلاشینکوف یې هم نشو کولی، نو اوس به دفاع په دغه ډرون کوو، دفاع به په غټو غټو توپونو کوو، په غټو بمونو به یې کوو، په طیارو به یې کوو.»
حبیب الله اغا زیاتوي، چې «باید خپله هڅې وکړو څو توپونه، طیارې او ډرونونه جوړ کړو».
د طالبانو د پوهنې وزیر همدراز وايي، هغه څوک چې د خپلې خاورې او دین څخه دفاع کوي نو د هغه هڅې په عبادت کې حسابیږي.
نوموړي له دې وړاندې هم د روان کال د زمري پر ۵مه دویلي و، چې پر دیني زدهکړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.
نوموړي وویل: «پر دیني علومو سربېره هغه علوم چې موږ ورته ضرورت لرو هغه عصري او ساینسي علوم دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې باید ډېرې هلې ځلې وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو تل له دې کبله نیوکې کېږي چې په افغانستان کې یې د عصري علومو ودې ته چندان پام نه دی کړی. همداراز دې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته افغان نجونو پرمخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې بندې کړې دي.

