له کندهار نه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي

۴ ساعتونه مخکې

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې یې پاکستان ته د وسلو د چاقاق په تور درې کسان نیولي دي. طالبانو ویلي، چې له یادو کسانو سره یې یو ثقیل، دوه کلاشنکوفونه، یو لاسي بم، دوه دوربینونه او سلګونه مرمۍ هم نیولي دي.

د کندهار سیمه ييزو ادارو په وینا، پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور له نیول شویو کسانو سره یو موټر او نغدي پیسې هم نیول شوې دي، چې په وینا یې، له پلټنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

دا پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر نښتې او د ترکیې له هوکړې وروسته لومړی ځل دی، چې طالبان پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور کسان نیسي.

نور خبرونه

رادیو