نورالدین عزیزي: افغانستان د پاکستان پرځای د خپلو صادراتو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دی

پرون

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، هڅې يې پیل کړې چې د پاکستان پر ځای د افغانستان تولیداتو او محصولاتو لپاره وړ بدیلې لارې پیدا کړي.

نورالدین عزیزي ویلي:« په سیمه کې د افغاني تولیداتو لپاره د معقولې بازار موندنې لپاره مو دا هڅې نورې چټکې کړې.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي حریت راډیو ته ویلي، چې له څو کالونو راهیسې د افغاني تولیداتو د صادراتو لپاره د بدیلو لارو د پیدا کولو لپاره ددې ډلې هڅې چټکې شوې دي.

نږدې درې اونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله پاکستاني لوري له افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي، چې له کبله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده زیانونه اوښتي.

ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالره تاوان رسېدلی.

نورالدین عزیزي ویلي چې په سیمه کې د افغاني تولیداتو لپاره د معقولې بازار موندنې لپاره یې خپلې هڅې نورې هم چټکې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو