خواجه اصف: طالبانو د«ټي ټي پي» غړو د لېږد په بدل کې ۳۵ میلیونه ډالر غوښتي وو

۱ ساعت مخکې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د پاکستان د امنیت او سولې ضمانت ور نه کړي، نو له جدي عواقبو سره به مخ شي.

هغه ویلي چې طالبانو د« ټي ټي پي» غړو د لېږد په بدل کې ورڅخه شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالر غوښتي وو.

نوموړي د پاکستان د یوه خصوصي تلویزون «سما» سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو او سرحدي حملو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول هوکړې ارزښت له منځه وړي.

هغه زیاته کړه: «پاکستان له هېڅ ترهګریزې ډلې څخه،که هغه تحریک طالبان پاکستان وي او که بلوڅ بېلتون‌پال،بریدونه نه زغمي، او که له افغانستان څخه بریدونه دوام وکړي، موږ به یې په کلکه ځواب ووایو.»

د ده په وینا، د نومبر په شپږمه نېټه به د پاکستان یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو راتلونکی پړاو ترسره کړي، څو د سرحدي امنیت او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.

خواجه آصف وویل، که په دې خبرو کې پرمختګ وشي، کېدای شي د دواړو لورو لوړپوړي چارواکي هم ورګډ شي، خو د ده په خبره، تر اوسه طالبانو د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره هیڅ تضمین نه‌دی وړاندې کړی.

د پاکستان د دفاع وزیر دا هم وویل، اسلام‌اباد چمتو دی چې له طالبانو سره د همکارۍ لپاره مالي مرستې زیاتې کړي، خو طالبان لا هم د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د مهارولو په برخه کې اقدام نه‌دی کړی.

نوموړي وړاندې هم ویلي و، چې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې به هغه وخت عادي شي، کله چې کابل د تحریک طالبان پاکستان د غړو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه چې د ده په وینا، د «ټي ټي پي» ګڼ شمېر غړي لا هم په افغانستان کې پټ دي.

نور خبرونه

رادیو