طالب سفیر: پاکستان به «شنبه» د تورخم لار یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي

۲ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د جمعې په مازدیګر (د لړم ۹مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو ورته رسماً ډاډ ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د تورخم لاره یوازې د ستنېدونکو افغانانو لپاره پرانېزي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې پر ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ او طالبانو بیا په دویمه شپه (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

سره له دې چې دواړه لوري بیا د اوربند او سولې لپاره په دوحه او استانبول کې سره جرګه شول، خو له شاخوا ۲۰ ورځو راهیسې دغه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده وه.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب له پاکستان څخه د افغان کډوالو د عزتمندې او خوندي ستنېدو لپاره له خپلو هڅو خبر ورکړی ویلي یې دي، «له پرلپسې هڅو او تماسونو وروسته نن مازدیګر [جمعه د لړم ۹مه] دپاکستان بهرنيو چارو وزارت د مسوولینوله‌خوا راته رسماً ډاډ راکړل شو چې سر له سبا شنبې دنومبر له لومړۍڅخه به دتورخم لاره دهغو کډوالو لپاره پرانېستل شي، چې د تګ په بهیر کې بند پاتي و.»

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه افغانان تر نیول کېدو وروسته د ډیورند کرښې خوا ته استولي او د لارې په اوږدو کې له هېڅ ډول امکاناتو پرته د لارو د خلاصون په تمه شپې او ورځې تېروي.

افراسیاب خټک: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

لا هم روښانه نه ده، چې دغه لارې به له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته د تلونکو کسانو او همداراز د سوداګرۍ او ترانزیت پر مخ څه وخت پرانېستل شي.

نور خبرونه

رادیو