پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، په پاکستان کې له افغان کډوال سره ډېر «وحشتناک» چلند کېږي.
په پېښور کې بیا د طالبانو کونسل له پاکستان څخه غواړي تر هغې چې لارې نه وي پرانېستل شوي، نو د افغان کډوالو د اېستنې بهیر دې ودروي.
افراسیاب خټک په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د ټولو نړۍوالو قوانینو، بشري حقونو او کنوانسیونونو خلاف بولي او زیاتوي، «خپل هېواد ته د تګ لپاره تړلو دروازو ته د هغوی وړل او په بدو شرایطو کې د اونیو لپاره انتظار کول غیر انساني دي.»
په پېښور کې افغان کونسل محبالله شاکر بیا ویلي، دمګړۍ د افغان کډوالو له کډو بار سلګونه موټر له نوښار څخه تر تورخم پورې د سړک پر غاړه پرته له هېڅ ډول امکاناتو ولاړ او د تورخم دروازې خلاصون ته په تمه دي.
هغه له پاکستان څخه غوښتي چې د لارو تر خلاصېدو پورې د افغان کډوالو د جبري اېستنې بهیر ودروي او په یاده لاره کې په تمه ولاړو افغان کډوالو ته د سرپناه، اوبو او خوراکي توکو د برابرېدو زمینه هم برابره کړي.
پر کابل د پاکستان له هوايي برید او د ډیورند پر کرښې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ له جګړو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې د اسلام اباد له لوري وتړل شوې.
له ۲۱ ورځو راهیسې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوي او د راپورونو لهمخې، ښايي سبا د پاکستان له خوا د تورخم دروازه یوازې د ګډوالو د ستنېدو لپاره پرانېستل شي.

